۰

یمن کې یوه برید ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۳
راپورونه وایي، د یمن شمال کې یوه برید کې د دوه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
یمن کې یوه برید ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه وایي، د یمن شمال کې یوه برید کې د دوه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون دوشنبې د زمري ۷ مه د یمن شمال ته په سعده ښار کې شوی دی.

ځايي رسنیو او روغتیايي کارکوونکو ویلي، برید د سعودي په مشرۍ ائتلاف کړی، چې په کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

خو د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو یوه ویاند ډګروال ترکي المالکي ویلي، په الثابت بازر کې پرون برید حوثیانو له الثابت قبیلې سره د دښمنۍ په خاطر کړی کړی دی.

د یادونې ده، چې سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د حوثيانو پر ضد د ائتلاف په چوکاټ کې بریدونه مخته وړي، چې وړاندې هم د ملکیانو په وژنه تورن شوی دی.

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم دغه ائتلاف له دې امله په تور لېست کې شامل کړ، چې په وینا یې په بریدونو کې یې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو په ځانګړې ډول ماشومانو ته اوښتې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي