کندهار کې موټرسایکل بم برید ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

8 اسد 1398 ساعت 14:01

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د موټرسایکل بم برید په نتیجه کې ۲۶ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د موټرسایکل بم برید په نتیجه کې ۲۶ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د زمري ۸ مه له غرمې مخکې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، چاودنه د سپین بولدک ولسوالۍ د بازار د مرکزي جومات مخې ته رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، یو وسله وال غوښتل له چاوېدونکو توکو ډک موټر سایکل بل ځای ته ولېږدوي، چې چاودنه یې کړې.

د هغه په وینا په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند دا هم وايي، چې وژل شوي کسان ټول ماشومان دي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

په کندهار کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله په داسې مهال اوړي، چې یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې کابو ۴ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 118894

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118894/

جمهور
  https://www.jomhornews.com