د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ اندونیزیا ته د طالبانو تللي پلاوی د دغه هېواد د دیني علماوو په یوه کنفرانس کې ګدون کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی څو ورځې وړاندې له قطر څخه اندونیزیا ته ولاړ.
طالبانو هغه مهال هم د خپل پلاوی د سفر پخلی کړی وو او اوس یې هم ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې، چې دغه پلاوی اندونیزیا کې د علماوو په یوه کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، یاد پلاوی د مجلس العلما په مرکزي دفتر کې له ګڼ شمېر علماوو، پوهانو، او متخصصینو سره لیدلي دي.
مجاهد په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.
اندونیزیا ته د طالبانو پلاوی پر داسې مهال سفر کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې اګست میاشتې په ۲۷ مه په دغه هېواد د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمان غونده وکړي.
د دغه غونډې موخه او اجنډا د افغانستان سوله او ثبات دي.
جمهورخبري آژانس:کابل