۰
مشرانو جرګه:

د بهرنیو ځواکونو غیر مسوولانه وتل به خطرناکې پایلې ولري

سی شنبه ۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۷
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وایي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو غیر مسوولانه وتل به خطرناکې پایلې ولري.
د بهرنیو ځواکونو غیر مسوولانه وتل به خطرناکې پایلې ولري
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وایي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو غیر مسوولانه وتل به خطرناکې پایلې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون دوشنبې د زمري ۷ مه واشنګټن کې یوه اقتصادي ناسته کې و ویلي، چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د طالبانو سره خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی او د ټرمپ لارښوونه همدا ده، چې د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو پورې باید په افغانستان کې سرتېري کم کړي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، که امریکايي ځواکونه په غیر مسوولانه توګه له افغانستانه پښې سپکې کړي خطرناکې پایلې به ولري.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د ټرمپ دغه پرېکړه یوه انتخاباتي معما او د افغان دولت تر فشار لاندې راوستل دي، ځکه د ده په وینا ټرمپ په افغانستان کې له ټاکنو سره مخالف دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که دا خبره نه وي، نو امریکا او ناټو خو له افغانستان سره سراتېژیک تړون کړی او باید د تړون سره سم یې وتل هم په مسولانه توګه او د دواړو لورو په خوښه وي.

د مشرانو جرګې رییس و ویل، امریکا او ناټو باید له افغانستان سره کړي ستراتېژک تړون ته ژمن پاتې شي او په خپل سر داسې پرېکړې ونه کړي، چې خطرناکې پایلې ولري.

د جرګې غړې انار کلي هنریار هم و ویل، چې دوی له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو له مسوولانه وتلو سره موافق دي، خو امریکا او ناټو باید له افغانستان سره کړي تړون ته ژمن پاتې شي او تر چې افغانستان کې سوله، ثبات او عدالت نه وي پلی شوی، باید پښې سپکې نه کړي.

په مشرانو جرګه کې د قندوز استازي عبدالله قرلق د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان او امریکا د ستراتېژیک تړون او دغه راز د سولې په پروسه کې د خلیلزاد د کړو ژمنو خلاف عمل دی.

دی وایي، خلیلزاد ژمنه کړې، تر چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي رامنځ ته شوی، امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه ونه وځي.

د هغه په وینا خلیلزاد په بار بار د سولې په روانه پروسه کې ټینګار کړی، تر چې طالبانو، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې، سوله او اوربند نه وي کړی، د امریکایي ځواکونو وتل امکان نه لري.

خلیلزاد له طالبانو سره د اوم پړاو خبرو په پیل کې ویلي، تر چې له طالبانو سره په څلورو مواردو، د بهرنیو ځواکونو وتل، له افغان خاوره د نورو پر ضد نه کارول، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند توافق نه وي شوی، افغانستان به پرېنږدي.

خو افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به شرایطو ته په کتو تر سره کېږي.

خو ارګ وايي، پومپیو ډاډ ورکړی چې د امریکا په ستراتیژۍ کې تغیر نه دی راغلی او د سرتېرو کمول به د افغانستان شرایطو ته په کتو تر سره شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي، پمپیو دغه ډاډ ولسمشر غني ته په وروستيو ټلیفوني خبرو کې ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي