۰

دفاع وزارت: بغلان کې په طالبانو مرګونی هوايي برید شوی

چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۰
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک بغلان ولایت کې پر وسله والو طالبانو مرګونی هوايي ګذار کړی او ګڼو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت: بغلان کې په طالبانو مرګونی هوايي برید شوی
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک بغلان ولایت کې پر وسله والو طالبانو مرګونی هوايي ګذار کړی او ګڼو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، برید وړمه شپه د بغلان مرکز پلخمري اړوند قرغان تپه کې شوی دی.

خبرپاڼه وایي، طالبانو په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي و، چې د افغان هوایي ځواک له مرګوني ځوابیه برید سره مخ شول.

خبرپاڼه وایي، په دغه هوايي برید کې د بغلان لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول قاري عبدالرحیم، د سرې قطعې ځايي قومندان او د بغلان د استخباراتي مسوول مرستیال مولوي مبارز وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د د بغلان والي احمد فرید بسیم په خبري کنفرانس کې و ویل، چې ډنډ غوري کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونه ترڅ کې ۵۰ طالبان وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي