په ۳۰۳ مسافر وړونکي بس چاودنې ۳۴ تنه وژلي دي

9 اسد 1398 ساعت 9:38

د کابل – هرات پر لویه لار فراه ولایت اړوند سیمه کې په یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کابل – هرات پر لویه لار فراه ولایت اړوند سیمه کې په یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د زمري ۹ مه سهار د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د آب خرما په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

لومړي راپورونه وایي، موټر له هرات نه کندهار ولایت ته روان و، چې له چاودنې سره مخ او په کې ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کېږی، په دغه پېښه کې ۳۴ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي، خو د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي ویلي، چې موټر له نیمروز نه هرات ولایت ته روان و، چې له سړک نه اوښتی دی.

هغه ویلي، په موټر کې ټول ۳۴ تنه سپاره و، چې تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره نه ده معلومه.

خو د هرات امبولانس مشر ډاکټر ابراهیم محمدي ویلي یو مسافر وړونکی بس د فراه بالابلوک آب خرمای سیمه کې پر ماین ختلی.

نوموړي زیاته کړې تر اوسه د څلورو کسانو وژل کېدل تثبیت شوي، خو ویل کېږي چې تر دېرشو ډېر کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم د سړک د غاړې موټر سایکل بم چاودنې درې تنه وژلي او ۲۳ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118919

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118919/

جمهور
  https://www.jomhornews.com