ایران د لوړو زده کړو برخه کې افغانستان ته ۵ سوه بورسونه اعلان کړل

9 اسد 1398 ساعت 9:49

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، ایران ورته د ماسټرۍ او دکتورا په برخه کې د زده کړو لپاره ۵۰۰ بورسونه ورکړي دي.


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، ایران ورته د ماسټرۍ او دکتورا په برخه کې د زده کړو لپاره ۵۰۰ بورسونه ورکړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون سه شنبې د زمري ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا هوکړه د دې وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام عمومي رئیس فرهاد شهید زاده سره د ایران د علومو او ټکنالوژۍ وزارت او یو شمېر پوهنتونو د رئیسانو تر منځ لیدنه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، له دې ۵۰۰ بورسونو څخه ۳۰۰ یې د بوهنتون استادانو ته ځانګړي شوي دي او افغانستان به خپل ټول نوي محصلین د راورانې میزان میاشتې په لومړۍ نېټه ایران ته استوي.

سرچینه زیاتوي، افغان لوري دغه راز په لیدنه کې له ایران څخه غوښتي چې په انکشافي، د نصاب د تدوین، علمي څېړنو او د لایحو د بیا ارزونې په تړاو ورسره خپلې تجربې شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118922

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118922/

جمهور
  https://www.jomhornews.com