۰

افغانستان د ماشومانو تلفاتو کې هم اول شو، ۳۰۶۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
د ملګرو ملتونو د جګړې د قرباني ماشومانو څانګې یوه راپور کې ویلي، ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ۲۰ هېوادونو کې تاوتریخوالي ۱۲ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
افغانستان د ماشومانو تلفاتو کې هم اول شو، ۳۰۶۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملګرو ملتونو د جګړې د قرباني ماشومانو څانګې یوه راپور کې ویلي، ۲۰۱۸  میلادي کال کې په ۲۰ هېوادونو کې تاوتریخوالي ۱۲ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې راپور کې افغانستان، سوریه، یمن، صومالیا، نایجریا، مالي او یو شمېر نور هغه هېوادونه دي، چې د ماشومانو مرګ ژوبله او له هغوی سره تاوتریخوالی په کې زیاته کړی.

د راپور پر اساس  د ۲۰ هېوادونو تاوتریخوالیو کې چې دوی څېړلي دي له ۱۲ زرو څخه زیاتو ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ پر کچه پر روغتونو او ښوونځیو بریدونه کم شوي، خو په افغانستان او سوریه کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۰۶۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې دا په دغه هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې ۲۸ سلنه جوړوي.

سوریه کې بیا د ۱۸۵۴ ماشومانو د مرګ ژوبلې خو په یمن کې د ۱۶۸۹ ماشومانو مرګ ژوبله ثبت شوې ده، چې په دې ترتیب سره د افغانستان د ماشومانو د مرګ ژوبلې په برخه کې هم اول هېواد دی.

ملګري ملتونه په خپل راپور کې د فلسطین او اسراییلو لانجې ته په اشاره وايي، دغلته له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ۲۰۱۸ کال کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اوښتې چې په ترڅ کې یې ۵۹ فلسطیني ماشومان وژل شوي او ۲۷۵۶ نور ټپيان دي.

راپور وايي، صومالیا، نایجریا او سوریه کې ماشومان جګړې ته بیول کېږي او جګړې ته د لیږل شویو ماشومانو ارقام په ۲۰۱۸ کال کې ۷ زرو ته رسېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي