دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

9 اسد 1398 ساعت 11:09

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


 ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د زمري ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ګډ تهاجمي او چاڼیز، ۹۲ کمانډويي او ۲۷ هوايي عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه عملیات په بغلان، فاریاب، زابل، هلمند، غزني، فراه، هرات، پکتیکا، غور، قندوز، کابل، کندهار، بلخ او سرپل ولایتونو کې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، د عملیاتو پر مهال ۱۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۲۶ تنه ټپیان او پنځه تنه هم ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شویو کسانو کې څلور تنه د القاعده شبکې غړي او دوه طالب قوماندانان هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 118930

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118930/

جمهور
  https://www.jomhornews.com