۰
جان سوپکو:

افغانستان کې اداري فساد لا هم ستره ستونزه ده

چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۰
د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو وایي، اداري فساد لا هم افغانستان کې ستره ستونزه ده او همدا د دې لامل دی، چې د هېواد کې ناامنۍ دوام لري.
افغانستان کې اداري فساد لا هم ستره ستونزه ده
د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو وایي، اداري فساد لا هم افغانستان کې ستره ستونزه ده او همدا د دې لامل دی، چې د هېواد کې ناامنۍ دوام لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپکو د واشنگټن ډي سي د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پر وخت  وویل، که څه هم د امریکا حکومت په تیرو اتلسو کلونو کې ٨۴ ملیارد ډالر د افغانستان د امنیتي قواو په جوړونه، او تشکیل ولګول خو سره له دې هم دافغانستان امنیتي او دفاعی قواوې د دې جوګه ندي چی په خپل مټ له مسلکی او تخنیکی پلوه خپلو وظایفو ته له مرستو نه پرته ادامه ورکړي.

نوموړي وایي، د امریکايي او ناټو دادارو ترمنځ د هماهنګۍ د نشتون له امله امنیتی او دفاعي څانګو ته د هغوی مرستې د معیارونو په رامنځته کولو کې موثرې نه وې.

د هغه په وینا لاتراوسه پورې هم داسی کوم شخص، اداره، هېواد او یا نظامي اداره نشته چې د ا فغانستان پر هغوی نظامی مرستو د څارنې وظیفه او واک ولری چی د افغانستان له امنیتی او دفاعي څانګوسره کېږي.

ده ویلي«دغه ستونزه دا مریکا په ټولو ادارو کې موجوده ده، د عدلېې وزارت ته په سوونو سلاکاران ورغلل د قانون د حاکمیت په برخه کې ېې سلا مشورې ورکړلې؛ خو د هغوی یادداشتونه نشته. په همدې توگه په سوونو نور سلاکاران ورغلل او بیرته راغلل خو د هغوی د کار په اړه هېڅ معلومات نشته؛ داد منابعو بې ځایه لګښت څرګندوی.»

د بشری حقونو نه د افغانستان د حکومت سرغړونې د هېواد پر امنیتی شرایطو ناوړه اغېزې لري او د دې سبب کېږي چی طالبان اونورې جګړه مارې ډلی د نویو جلبیانو په نیولو کې ګټه واخلي.

د نوموړي په وینا که د افغانستان حکومت داداري فساد او بشري حقونو نه د سرغړونو په مخنیوي کې پاخه ګامونه اوچت نکړي، دا ستونزه به همدغه راز پاتې وي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې د امریکا او ا فغانستان د ملی او ستراتیژیکو اهدافو د سرته رسولو په خاطر پکار ده چې د افغانستان قواو ته په ساحه کې سلا مشورې او تجهیزات دوام پیدا کړي.

نوموړي ټنیګار کړی، چې دا کار حیاتی اهمیت لري البته که سوله وشی او که ونه شي، پکار ده چې  د افغانستان حکومت نظامی اوامنیتی حضور ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي