افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وایي، د افغان سیاسي رهبرانو تر منځ د ملي اجماع نشتوالي په دغه هېواد کې د سولې مخه نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیکولاسکي وايي، لا هم د افغان سیاسیون تر منځ د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ټیم پر سر جنجالونه دي او دغه پلاوی نه دی ټاکل شوی.
د هغه په وینا د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د مهال وېش نه اعلان دومره د سولې مخه نه ده نیولې، ځکه دا د افغانستان په امنیتي وضعیت پورې تړلی دی.
د ناټو ملکي استازی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره د ۱۵ کسیزه مذاکراتي ټیم د جوړلو خبر ورکړ، چې کار پرې روان دی.
افغان حکومت وایي، دوی له قید شرط پرته د سولې خبرو ته چمتو دی، خو هر ځل طالبانو ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل