۰
ګارډین:

که د افغان حکومت سره خبرې او اوربند ونشي سوله به دوام ونه کړي

چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۴
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په خپله سرمقاله کې ویلي، که د امریکا او طالبانو تر منځ تړون کې د افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او اوربند ونه شي، سوله به ډېر دوام ونه کړي.
که د افغان حکومت سره خبرې او اوربند ونشي سوله به دوام ونه کړي
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په خپله سرمقاله کې ویلي، که د امریکا او طالبانو تر منځ تړون کې د افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او اوربند ونه شي، سوله به ډېر دوام ونه کړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې اندېښنه دا ده چې که امریکايي ځواکونه و وځي، نو د طالبانو له خوا به شوې ژمنې څه ډول عملي کېږي.

سرچینه زیاتوي، له طالبانو سره د جوړجاړي له مخې ښايي له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال ویش وټاکل شي.

خو په باور یې که له حکومت سره خبرې او اوربند په دې جوړ جاړي کې شامل نه وي نو سوله به ډیر دوام ونه کړي.

د ورځپاڼې له نظره بله اندېښنه دا ده، که څه هم د طالبانو استازي د ميرمنو له استازو سره خبرو ته کښېناستل خو ډېر لږ کسان فکر کوي، چې د طالبانو په دریځ کې ژور بدلون راغلی.

افغان میرمنې به د طالبانو عمل ته ګوري خو د ورځپاڼې په وینا د طالبانو کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو وضعیت ډیر خطرناک دی.

ګارډین ورځپانه په افغانستان کې پر داسې لارو چارو ټینګار کوي چې تل پاتې سوله رامنځته کړي، خو خبر داری ور کوي که د سولې لپاره کوم داسې جوړجاړی رامنځته شي چې ژر له منځه ولاړ شي، نو ښايي زیان یې تر هغه ډیر زیات وي چې هېڅ کوم جوړ جاړی رامنځته نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي