۰
ملګري ملتونه:

داعش د افغانستان لپاره نوی مشر ټاکلی، خراسان کې ۴ زره داعشیان شته

چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۹
د ملګرو ملتونو د نظارت کمېټه وايي، د خراسان په نوم سیمه کې چې افغانسان هم پکې شامل دی د داعش ډلې ۴زره وسله وال حضور لري.
داعش د افغانستان لپاره نوی مشر ټاکلی، خراسان کې ۴ زره داعشیان شته
د ملګرو ملتونو د نظارت کمېټه وايي، د خراسان په نوم سیمه کې چې افغانسان هم پکې شامل دی د داعش ډلې ۴زره وسله وال حضور لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېتې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې داعش ډلې د افغانستان لپاره نوی مشر هم معرفي کړی دی، خو د هغه د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د نظارت کمېټه دا راپور پر داسې مهال خپروي، چې افغان حکومت وایي، داعش یې په پرلپسې ډوله ځپلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څو ځلې د داعش رهبري له منځه وړې ده.

حقمل ټینګار وکړ، چې افغان ځواکونه چمتو دي، چې د داعش د هر حرکت پر وړاندې اقدام وکړي او هغه له منځه یوسي.

د هغه په وینا افغان ځواکونه نه یوازې د داعش بلکې هرې ډلې په وړاندې، چې د خلکو ثبات او نظم ته ګواښ پېښوي ولاړ دي او له منځه یې وړي.

د یادونې ده، چې تر دا مهاله د افغانستان لپاره د داعش ډلې شپږ مهم مشران او قوماندان ،ملا عبدالروف، عمر خراساني، ابو سعید، عبدالحسیب، حافظ سعید او سعد ارهابي، په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا  دفاع وزارت هم روانه میاشت پخپل یو راپور کې په افغانستان کې د اعش د حضور د پراختیا په اړه د اندېښنه شودلې وه.

پنټاګون ویلي وو، چې داعش ډله د افغانستان له ځنګلونو څخه د خپلو عایداتي سرچینو په توګه کار اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي