۰
فیفا:

د افغانستان د سیاسي برخلیک په اړه د نړیوالې ټولنې چلند کې شا تګ لیدل کېږي

چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۵
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) وایي، د افغانستان د سیاسي برخلیک په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې شاه تګ لیدل کېږي.
د افغانستان د سیاسي برخلیک په اړه د نړیوالې ټولنې چلند کې شا تګ لیدل کېږي
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) وایي، د افغانستان د سیاسي برخلیک په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې شاه تګ لیدل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید نن چهارشنبې د زمري ۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال دا هم و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو نه وضاحت به پر ولسمشرۍ ټاکنو اغېز وکړي او دا ټاکنې به لانجمنې کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د سولې د روانو خبرو او پروسې په اړه افغان ولس ته وضاحت نه دی ورکړی او دغه څه د ولسمشرۍ ټاکنو پر نه تر سره کېدو د خلکو اندېښې رامنځ ته کړې دي.

هغه و ویل«د افغانستان د سیاسي برخلیک په برخه کې د نړیوالې ټولنې په چلند کې شا تګ تر سترګو کېږي.»

رشید وایي، دوی له نړیوالې ټولنې او افغان حکومته د سولې د خبرو په تړاو وضاحت غواړي او په خبره یې که وضاحت ورنکړل شي، نو د ټاکنو په د نه تر سره کېدو او بحراني کېدو باورونه به زیات شي.

د ده په وینا دا چې نن د ولسمشرۍ نوماندان په ټاکنیزو مبارزو کې دوه زړي ښکاري لامل یې همدا دی، چې دوی هم د ټاکنو او هم د سولې په اړه په معلوماتي تشه کې دي.

یوسف رشید ټینګار وکړ، چې د سولې د خبرو په اړه نه معلومات، د سیاسيون تر منځ نه اجماع، د ځینو نوماندانو له خوا د ټاکنو د تحریم ګواښ، او ټاکنیزو کمپاینونو ته د زړه نه ښه کول، هغه څه دي، چې د ټاکنو پر کېدو یې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

نوموړي و ویل، چې فیفا بنسټ د ولسمشرۍ د نوماندانو او سیاسیون تر منځ د یوې سیاسي اجماع غوښتونکې ده او په همدې خاطر یې د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه یو ۱۰ مادیز منشور چمتو کړی، چې د ولسمشرۍ د ۱۱ نوماندانو له خوا لاسلیک شوی هم دی.

د انتخاباتي ټیکټونو له مشرانو د رسمي فعالیتونو چې کمپاینې بڼه ولري د نه تر سره کېدو، په مرکز او ولایتونو کې په دولتي پوستونو نه ګمارنې، د سفیرانو او والیانو په سفرونو بندیزونه، او په ټاکنو کې نه مداخله، د کمېسیون له مسوولینو د چارواکو د لیدونو په اړه شفافیت، د هغوی د خصوصي ناستو مخنوی، د ټاکنیزو ټیکټونو د مشرانو د سفرونو شفافیت او د نظارت کمېټې رامنځ ته کول هغه وړاندیزونه دي، چې د فیفا په منشور کې شوي دي.

د فیفا اجرائیوي رییس یوسف رشدی و ویل، که دغه کړنلاره عملي بڼه خپله کړي نو تر ډېره د ولسمشرۍ ټاکنو لویې ستونزې هوارې او د ټاکنو سلامتیا به تر یوه برید تضمین کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي