قریشي: د افغانستان او کشمیر مسلې یو له بل سره تړلې دي

10 اسد 1398 ساعت 9:11

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د افغانستان او کشمیر مسلې یو له بل سره تړلې او باید ځان پرې پوه کړو.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د افغانستان او کشمیر مسلې یو له بل سره تړلې او باید ځان پرې پوه کړو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي د کشمیر د پارلماني کمیټې د مشر سید فخر امام سره تر ملاقات وروسته دا څرګندونې کړې او ټینګار یې کړي، چې د افغانستان وضعیت د پاکستان د لویدیځي سرحد د وضعیت نه بیلول مشکل دي.

نوموړي نړیوالو ته خبرداری ورکړی، چې د افغانستان حالاتو ته پام کوي، خو د هندي کشمیر وضعیت یې هېر کړی دی.

دی وایي، د جمو او کشمیر په اړه د پارلماني کمېټې غونډه د چهارشنبې په ورځ جوړه شوه څو د کشمیر د مسلې په اړه د ولسمشر ټرمپ د منځګړتوب د وړاندیز په رڼا کې د دې سیمې حالات وارزول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وایي، چې د ټرمپ وړاندیز پاکستان ته هیله ورکړې چې د هند له لوري د کشمیریانو د حقونو سرغړونو ته د نړیوالو پام اوښتی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل چې امریکا چا ته داسې کومه ژمنه نه ده ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118970

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118970/

جمهور
  https://www.jomhornews.com