۰

خلیلزاد د قطر په لور روان شوی، چې له طالبانو سره د سولې توافق نهايي کړي

پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۳
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شوی او غواړي، له طالبانو سره د سولې توافق نهايي کړي.
خلیلزاد د قطر په لور روان شوی، چې له طالبانو سره د سولې توافق نهايي کړي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شوی او غواړي، له طالبانو سره د سولې توافق نهايي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي قطر ته له روانېدو سره سم ویلي، چې امریکا او افغانستان د سولې په تړاو د وروستیو ګامونو په پورته کولو هم توافق کړی دی.

نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي، چې دوحې ته روان دی، خو لار کې به په اسلام آباد کې هم تم شي.

هغه ټینګار کړی، که طالبان خپله برخه کار سر ته ورسوي، امریکا هم چمتو ده، چې خپل رول ولوبوي او له طالبانو سره به هغه موافقه چې میاشتې ورباندې کار شوی وروستۍ کړي.

خلیلزاد ویلي«افغانستان کې مې د خپل مسوولیت له پیل سره سم تر ټولو ګټور سفر پای ته ورساوه، امریکا او افغانستان د سولې په نورو ګامونو توافق کړی دی، یو مذاکره کوونکي او تخنیکي ملاتړې ډله د جوړېدو په حال کې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په تازه څرګندونو کې ویلي، هیله لري چې راتلونکې اوونۍ به د دوحې په خبرو کې مهم پرمختګ وشي خو له دې سره سره امریکا له افغانستانه په مشروط ډول د خپلو ځواکونو وتلو ته ژمنه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي