۰
حامد کرزی:

د سولې واک زموږ په لاس کې نه دی، دا پروسه تر اوسه د امریکا او پاکستان سره ده

پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۹
پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې ملاتړ دی، خو د داسې سولې نه، چې د امریکا او پاکستان تر منځ یوه معامله وي او د یوې بلې جګړې د پیل سبب شي.
د سولې واک زموږ په لاس کې نه دی، دا پروسه تر اوسه د امریکا او پاکستان سره ده
پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې ملاتړ دی، خو د داسې سولې نه، چې د امریکا او پاکستان تر منځ یوه معامله وي او د یوې بلې جګړې
هغه و ویل«ټرمپ له عمران خان سره خبرو کې وویل، چې پلان یې درلود افغانستان کې ۱۰ میلیونه وګړي ووژني، دغه راز د امریکا او ناټو له خوا زموږ رسنیو ته د جګړې اعلاونه ورکول کېږي، زموږ تر منځ د تفرقې اچولو هڅې کېږي، چې ښه مثال یې فاریاب او کندهار دي، دا ټول حوادث نه دي، دا د یو لړ اهدافو ښکارندويي کوي، چې خلک مو ووني او خاوره مو استثمار کړي.»
د پیل سبب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي نن پنشنبې د زمري ۱۰ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې تر اوسه چې د سولې کومه پروسه مخ ته وړل شوې، واک یې ټول د امریکا او پاکستان په لاس کې دی او د هغوی د ګټو لپاره ده.

هغه له اوسنیو ستونزو د وتلو یوازینۍ لار ملي یووالي وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې که رښتیا په افغانستان کې د امریکا د اشغال د پای ته رسېدو غوښتونکي وي، نو له افغانانو سره دې خبرې او سوله وکړي.

نوموړي د ملکي وګړو وروستیو تلفاتو، ناامنیو زیاتېدو او سیاسي جنجالونو زیاتېدو ته په اشارې و ویل، چې د افغانانو وژل د یوې برنامې او یوه هدف لپاره دي، چې د ده په وینا د امریکا د ولسمشر ټرمپ په وروستیو څرګندونو کې ښه واضح شوه.

هغه و ویل«ټرمپ له عمران خان سره خبرو کې وویل، چې پلان یې درلود افغانستان کې ۱۰ میلیونه وګړي ووژني، دغه راز د امریکا او ناټو له خوا زموږ رسنیو
هغه وویل« اوس د سولې د خبرو د پیل په پړاو کې یو، څو ورځو وروسته به د امریکا او طالبانو او دغه راز د حکومت او امریکا ترمنځ توافق لیک لاسلیک شي، اوسه دغه پروسه هېڅ افغاني نه ده، هڅه کېږي، چې د امریکا او پاکستان په اختیار کې پاتې شي او دا افغانستان ته د سولې راتلو په مانا نه ده، موږ د امریکا او پاکستان تر منځ د معاملې خلاف یو، ځکه بیا به داعش جګړه کوي، دا د افغانستان په خیر نه ده، موږ سوله غواړو، چې دایمي او تل پاتې وي، هغه سوله چې داعش هم په کې له منځه ولاړ شي.»
ته د جګړې اعلاونه ورکول کېږي، زموږ تر منځ د تفرقې اچولو هڅې کېږي، چې ښه مثال یې فاریاب او کندهار دي، دا ټول حوادث نه دي، دا د یو لړ اهدافو ښکارندويي کوي، چې خلک مو و وژني او خاوره مو استثمار کړي.»

ښاغلي کرزي په رسنیو غږ وکړ، چې نور د امریکا او ناټو جنګي اعلانونه خپاره نه کړي، ځکه په وینا یې هغه دا کار د خپلو ګټو لپاره کوي، هڅه کوي، چې د افغانانو تر منځ نفاق راپورته کړي او داعش ته سربازګیري وکړي.

ښاغلي کرزي و ویل، چې دی په هېواد کې د یوې تل پاتې، باغزته او ټولو ته د منلو وړ سولې پلوي دی، خو په وینا یې تر اوسه چې د سولې کومه پروسه روانه ده، د افغانانو په اختیار کې نه ده، بلکې د امریکا او پاکستان د ګټو لپاره دغه پروسه روانه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې پروسې د پیل څخه یې د امریکا د سولې د خبرو ملاتړ وکړو چې اوس یې هم کوي، خو په وینا یې امریکا په دې برخه کې صادقه نه وه، بلکې غوښتل یې د سولې په نوم زموږ او طالبانو تر منځ یو څه وکړي، او بیا داعش ته وده ورکړي.

هغه وویل« اوس د سولې د خبرو د پیل په پړاو کې یو، څو ورځو وروسته به د امریکا او طالبانو او دغه راز د حکومت او امریکا ترمنځ  توافق لیک  لاسلیک شي، اوسه دغه پروسه هېڅ افغاني نه
ده و ویل«د سولې لپاره ده لومړي موږ افغانان باید یو ملي سف جوړ کړو، باید زموږ او طالبانو تر منځ خبرې وشي، هم موږ او هم طالبان باید هوښیار اوس، لومړی باید اوربند وشي، ځکه هر ډز چې کېږي زیان یې د افغانانو او ګټه یې د پردیو ده، پر طالبانو غږ کوم، که رښتیا غواړی افغانستان د امریکا له اشغال څخه خلاص کړی، جنګ بند کړی، ځکه ستاسو هر ډز د افغانستان د اشغال د دوام لامل دی، راشۍ د افغانانو سره په یوه ټغر کېنۍ او خپلې ستونزې حل کړی.»
ده، هڅه کېږي، چې د امریکا او پاکستان په اختیار کې پاتې شي او دا افغانستان ته د سولې راتلو په مانا نه ده، موږ د امریکا او پاکستان تر منځ د معاملې خلاف یو، ځکه بیا به داعش جګړه کوي، دا د افغانستان په خیر نه ده، موږ سوله غواړو، چې دایمي او تل پاتې وي، هغه سوله چې داعش هم په کې له منځه ولاړ شي.»

ښاغلی کرزی وایي، ریښتینې سوله به هغه وخت وي، چې د افغانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل او سوله وشي او بیا وروسته له امریکا سره توافق وشي.

ده و ویل«د سولې لپاره ده لومړي موږ افغانان باید یو ملي سف جوړ کړو، باید زموږ او طالبانو تر منځ خبرې وشي، هم موږ او هم طالبان باید هوښیار اوس، لومړی باید اوربند وشي، ځکه هر ډز چې کېږي زیان یې د افغانانو او ګټه یې د پردیو ده، پر طالبانو غږ کوم، که رښتیا غواړی افغانستان د امریکا له اشغال څخه  خلاص کړی، جنګ بند کړی، ځکه ستاسو هر ډز د افغانستان د اشغال د دوام لامل دی، راشۍ د افغانانو سره په یوه ټغر کېنۍ او خپلې ستونزې حل کړی.»

دغه راز ښاغلي کرزي و ویل، چې که امریکا او نړیواله ټولنه په رښتیا افغانستان کې سوله غواړي، نو هڅه دې وکړي،
ښاغلي کرزي و ویل« موږ یو بې وزله شوی هېواد یو، له هر زورواکي سره باید هغه روش اختیار کړو، چې زموږ د قوت باعث شي، اړینه ده، چې چین او روسیه له امریکا سره اوږه په اوږه ملګری وي، تر څو افغانستان ته هغه اړین ضمانتونه ورکړي، چې زموږ هېواد ته دایمي سوله راشي، له روسیې او چین هم غواړو، چې زموږ د سولې ضمانت وکړي، کله چې امریکا وزي باید افغانستان سولې ته ولاړ شي نه بلې جګړې ته، د امریکا وتل باید مسوولانه وي، داسې نه چې دوی ووځي او افغانستان به بله جګړه واوړي، موږ په هوښیارۍ باید له امریکا سره په دې پروسه کې همکارو، خو ضمانتونه باید ولري چې هېواد ته سوله راشي او ټولې افراطي ډلې ورکې شي، سوله باید زموږ او اخیتار یې زموږ وي نه دا چې بل ته مو اختیار ورکړل شي.»
چې لومړی د افغانانو تر منځ د سولې یو توافق وشي، ملي تفهماتو ته ورسېږي او بیا وروسته له امریکا سره توافق وشي.

ښاغلي کرزي د ريښتینې سولې لپاره د سولې په پروسه کې د روسیې، چین، هند او ایران په ورګېدو هم ټینګار وکړ ویې ویلو چې له افغانستانه د امریکا وتل باید مسوولانه وي، او چین او روسیه باید په افغانستان کې د سولې د ضمانت شاهد وي او امریکا باید دا ضمانت ورکړي.

ښاغلي کرزي و ویل« موږ یو بې وزله شوی هېواد یو، له هر زورواکي سره باید هغه روش اختیار کړو، چې زموږ د قوت باعث شي، اړینه ده، چې چین او روسیه له امریکا سره اوږه په اوږه ملګری وي، تر څو افغانستان ته هغه اړین ضمانتونه ورکړي، چې زموږ هېواد ته دایمي سوله راشي، له روسیې او چین هم غواړو، چې زموږ د سولې ضمانت وکړي، کله چې امریکا وزي باید افغانستان سولې ته ولاړ شي نه بلې جګړې ته، د امریکا وتل باید مسوولانه وي، داسې نه چې دوی ووځي او افغانستان به بله جګړه واوړي، موږ په هوښیارۍ باید له امریکا سره په دې پروسه کې همکارو، خو ضمانتونه باید ولري چې هېواد ته سوله راشي او ټولې افراطي ډلې ورکې شي، سوله باید زموږ او اخیتار یې زموږ وي نه دا چې بل ته مو اختیار ورکړل شي.»

کرزی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا خلیلزاد قطر ته روان شوی، تر څو د طالبانو او امریکا توافق نهايي کړي او بلې خوا افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ۱۵ کسیزه مذاکراتي ټیم ټاکلی دی.

خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان ته یې خپل ګټور سفر پای ته رسولی او اوس دوحې ته ځیني، تر چې د طالبانو سره د سولې وروستۍ خبرې نهايي او توافق وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي