کیلي کرافټ ملګرو ملتونو کې د امریکا سفره شوه

10 اسد 1398 ساعت 15:55

د امریکا متحده ایالتونو سنا مجلس ۵۶ کلنه کیلي کرافټ په ملګرو ملتونو کې د نوې سفیرې په توګه د نېکي هیلي پر ځای تایید کړه.


د امریکا متحده ایالتونو سنا مجلس ۵۶ کلنه کیلي کرافټ په ملګرو ملتونو کې د نوې سفیرې په توګه د نېکي هیلي پر ځای تایید کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن کرافټ پر دې څوکۍ د ټاکلو لپاره د امریکايي سناتورانو د ۳۴ منفي رأیو په وړاندې ۵۶ مثبتې رأیې خپلې کړې.

په ورته وخت کې د سنا یو شمېر دیموکرات غړي وایي، مېرمن کرافټ کافي سیاسي تجربه نه لري، ځکه خو په ملګرو ملتونو کې د سفیرې په توګه د نوموړې له ټاکل کېدو سره مخالف دي.

مېرمن کرافټ چې تر دې مخکې یې په کاناډا کې د امریکا د سفیرې په توګه دنده ترسره کوله، د ولسمشر ټرمپ له متحدانو څخه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 118993

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118993/

جمهور
  https://www.jomhornews.com