دفاع وزارت: فراه کې مهم طالب چارواکي وژل شوي دي

12 اسد 1398 ساعت 9:24

ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو برید کړی او د والي په ګډون یې درې مهم کسان ترې وژلي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو برید کړی او د والي په ګډون یې درې مهم کسان ترې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید د جمعې په شپه د فراه ولایت خاک سپید ولسوالۍ کې د ماخوستن څه باندې اته بجې برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د فراه لپاره د طالبانو والي ملا عبدالباري مشهور په ملا مشر والي په نښه او وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل، له ملا عبدالباري سره یو ځای د طالبانو د حلقوي زون مسوول مولوي سعید او د طالبانو مالي – لوژیستکي مسوول ملا صادق له منځه هم وژل شوی دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com