۰
ټرمپ:

د افغانستان خلکو ته درناوی لرم، خو سرتېري مې وباسم

شنبی ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۱
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړی او هڅه کوي، خپل ټول ځواکونه له دې هېوادوه وباسي.
د افغانستان خلکو ته درناوی لرم، خو سرتېري مې وباسم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړی او هڅه کوي، خپل ټول ځواکونه له دې هېوادوه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړې او ویلي یې دي اوس د دې وخت دی، چې خپل ځواکونه راوباسو.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې«د افغانستان خلکو ته درناوی لرو، خو زموږ ځواکونه ۱۹ کاله هلته و، اوس د دې وخت دی، چې خپل کور ته یې ستانه شي.»

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې په نېږدې ورځو کې به د سرتېرو د ایستلو پر سر توافق وشي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن لس بجې د امریکايي لوري او طالب استازو تر منځ قطر کې ۸ م پړاو خبرې پیل شي.

خلیلزاد د دې خبرو تر پیل وړاندې ویلي و، دا ځل به له طالبانو سره د سولې اوږدې خبرې او توافق لیک نهايي کړي.

اوس امریکايي چارواکو ویلي، امریکا او طالبان د سولې توافق ته نېږدي شوې او په څو ورځو کې به دغه توافق لیک لاسلیک شي.

د امریکايي، ځواکونو له وتلو سره اندېښنې دا ده، چې افغانستان کې یو ځل بیا ګډوډي او جګړې پیل شي نه شي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ځواکونو ایستل به له مهال وېش او وضعیت سره سم پیلېږي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تلېفوني خبرو کې هم دا ډا وکړی، چې خپل ځواکونه به مهالوېش او وضعیت ته په کتو وباسي او هېڅ وخت به اجازه ور نه کړل شي چې د امریکا د کلونو لاس ته راوړنې زیانمنې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي