امریکايي سناتور: د ټولو ځواکونو ایستل به امریکا ته خطرناک وي

12 اسد 1398 ساعت 9:49

مشهور امریکايي سناتور لیدنسي ګراهام له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل به امریکا ته یو خطرناک ګام وي.


مشهور امریکايي سناتور لیدنسي ګراهام له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل به امریکا ته یو خطرناک ګام وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي ټرمپ د سرتېرو په ایستلو سره هغه تېروتنه تکراروی، چې اوباما په عراق کې وکړه.
نوموړي زیاته کړې، امریکا په داسې حال کې له طالبانو سره د ځواکونو د ایستلو هوکړه کوي، چې لا هم په افغانستان کې داعش او القاعده په څېر ګواښوونکې ډلې شتون لري.

دی وایي، پر دې سربېره د افغانستان د سرتېرو ایستل به دا هېواد له هغه برخلیک سره مخ کړي، چې اوباما عراق ورسره مخ کړی وو.

دغه امریکايي سناتور ویلي، امریکا دې په افغانستان کې د سترو ترهګریزه شبکو لکه القاعده او داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره یو شمېر سرتېري پرېږدي.

همدارنګه لیندسي ګراهام ویلي امریکا باید دا پلان هم ولري، چې د اړتیا په صورت کې به ژر تر ژره افغانستان ته ځواکونه استوي.

هغه ټینګار کړی، چې د سرتېرو د ایستلو پلوی دی خو په یو ځل په افغانستان کې د سرتېرو شمېر صفر ته راښکته کول د افغانستان، امریکا، سیمې او د امریکا متحدینو ته خطرناک دي.

ګراهام دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د افغانستانه د ټولو ځواکونو په وتلو ټینګار کړی دی.

نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د خبري ناستې پر مهال ویلي، افغانانو ته درناوی لري، خو نور د دې وخت دی، چې ټول امریکايي سرتېري، چې ۱۹ کاله افغانستان کې و خپل کور ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن امریکا له طالبانو سره په قطر کې اتم پړاو خبرې پیل او په څو ورځو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو توافق ورسره لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119032

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119032/

جمهور
  https://www.jomhornews.com