۰

د امریکا او طالبانو اتم پړاو خبرې به نن پیل شي

شنبی ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ اتم پړاو خبرې دوحه کې پیل شي.
د امریکا او طالبانو اتم پړاو خبرې به نن پیل شي
ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ اتم پړاو خبرې دوحه کې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو هم تایید کړې، چې نن شنبې د زمري ۱۲ مه به د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ خبرې پیل شي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لس بجې به مذاکرات پيلېږي او دواړه پلاوي به خبرو ته ادامه ورکوي.

دا ځل ناسته برخلیک ټاکوونکې ده، ځکه وړاندې خلیلزاد ویلي، چې په اتم پړاو خبرو کې به له طالبانو سره اوږدې خبرې او د سولې توافق نهايي کړي.

طالبانو ته نېږدو سرچینو هم ویلي، چې په خبرو کې تر ۹۰ سلنه پرمختګ شوی او ښایي په څو ورځو کې دواړه لوري توافق لیک لاسلیک کړي.

امریکایي چارواکو هم تایید کړې، چې خبرې وروستي پړاو ته نېږدې شوې او ډېر ژر به تړون لاسلیک شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په نېږدې ورځو کې به له افغانستان د ځواکونو د ایستلو توافق وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي