۰
خلیلزاد:

له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیکوم، نه د سرتېرو د وتلو

شنبی ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وایي، دی له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیکوي، نه د ځواکونو دوتلو تړون.
له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیکوم، نه د سرتېرو د وتلو
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وایي، دی له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیکوي، نه د ځواکونو دوتلو تړون.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دا څرګندونې د هغه راپورونو په غبرګون کې کړې، چې ویل کېږي له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به زرګونه امریکايي سرتېري افغانستان پرېږدي.

تر دې وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په سپینه ماڼۍ کې د خبري ناستې پر مهال ټینګار کړي، چې هڅه کوي، ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

د هغه په وینا دی افغانانو ته درناوی لري، خو اوس د دې وخت دی، چې هلته ۱۹ کاله مېشت سرتېري خپل کور ته راستانه شي.

هغه دا هم ویلي و، چې په نېږدې ورځو کې به د ځواکونو د ایستلو توافق وشي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د سرتېرو د وتلو نه بلکې د سولې هوکړه لاسلیکېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور او وتل په شرایطو پورې اړه لري نه له طالبانو سره په هوکړه پورې.

زلمی خلیلزاد زیاته کړې، چې دی په دوحه کې دی او طالبانو هم تیاری ښودلی چې د هوکړې لاسلیکولو ته تیار دي.

ټاکل شوې، چې د خلیلزاد او طالبانو تر منځ اتم پړاو خبرې نن شنبې د زمري ۱۲ مه د دوحې پر وخت ۱۰ بجې پیل شي.

طالبانو هم د خبرو د پیل کېدو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې د دواړو لورو تر منځ خبرې به دوام وکړي.

امریکايي چارواکو او طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، دا ځل برخلیک ټاکوونکې خبرې دي او په څو ورځو کې به د سولې توافق وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي