۰
یوناما:

تېره میاشت ۱۵۰۰ افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما وايي، تېره یوه میاشت افغانستان کې تر ۱۵ سوه پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره میاشت ۱۵۰۰ افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما وايي، تېره یوه میاشت افغانستان کې تر ۱۵ سوه پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما په خپل تازه راپور کې کاږي، تېره جولای میاشت افغانستان کې تر ۱۵ سوه زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې دا د تېرو کلونو د ورته مودې په پرتله د ملکیانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه کچه ده.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې یاده مرګ ژوبله تر ډېره برید په جګړه او اېېښودل شویو چاودېدونکو توکو او ماینونو له امله رامنځ ته شوې ده.

راپور وايي، د ملکي تلفاتو د شمېر لوړېدو اصلي لامل په ښاري سیمو او دغه راز پر پوځي اهدافو باندې د وسله والو مخالفینو بریدونه او ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکې دي.

یوناما په دغه راپور کې ټینګار کړی، چې دوی د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي او له ښکېلو غاړو یې غوښتنه کړې ده چې د جګړې پر ځای دې د سولې هڅو ته قوت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوناما تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې کابو ۴ زره ملکی افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي