کندهار کې موټر سایکل بم چاودنې ۸ تنه ملکیان ټپیان کړي دي

12 اسد 1398 ساعت 15:25

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د کندهار ښار کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله خپله برید کوونکی وژل شوی او ۸ ملکیان ټپیان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د کندهار ښار کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله خپله برید کوونکی وژل شوی او ۸ ملکیان ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د زمري ۱۲ مه غرمه مهال څه باندې یولس بجې د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کې شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وایي، چاودنه د کندهار ښارد ګڼي ګوڼي څخه په یوه ډک بازار د اخند صاحب له جامع سره رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې یوه بریدکوونکي غوښتل له چاوېدونکو توکو ډک موټر سایکل ته چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې.

دی وايي، په دغه چاودنه کې خپله برید کوونکی وژ شوی او ۸ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند زیاتوي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان، دوه ښځې او څلور نارینه شامل دي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د میرویس روغتون نوکریوال ډاکتران هم وايې، د پېښي له ځایه ورته د ۲ ماشومانو په ګډون اته تنه ټپیان ور وړل شوي چې د یوه روغتیايي حالت پکښې د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه چا د پېښي مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 119064

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119064/

جمهور
  https://www.jomhornews.com