هند د کشمیر په مسئله کې د امریکا د منځګړیتوب وړاندیز رد کړی

12 اسد 1398 ساعت 16:05

راپورونه وایي، هند له پاکستان سره د کشمیر په مسئله کې د امریکا د منځګړیتوب وړاندي په کلکه رد کړی او ویلي يې دي په دې اړه باید د هند او پاکستان تر منځ مخامخ خبرې وشي.


راپورونه وایي، هند له پاکستان سره د کشمیر په مسئله کې د امریکا د منځګړیتوب وړاندي په کلکه رد کړی او ویلي يې دي په دې اړه باید د هند او پاکستان تر منځ مخامخ خبرې وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ لیکلي، په تېرو دوو ورځو کې امریکا دوه ځله د کشمیر په مسئله کې د منځګړیتوب وړاندي کړی، خو دواړه ځلې د هند له لوري رد شوی دی.

ورځپاڼه کې لیکل شوي، په بنکاک کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج خپل امریکایي سیال مایک پمپیو ته ویلي، که د کشمیر په اړه خبرې کېږي، نو هغه د هند او پاکستان ترمنځ مخامخ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر پر مهال امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، هند ورته وړاندیز کړي، چې د کشمیر په مسئله کې  له پاکستان سره د خبرو لپاره وړاندیز وکړي.

خو وروسته هند د ټرمپ دا خبره رد کړه او د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي و ویل، چې دوی امریکا ته داسې کوم وړاندیز نه کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 119068

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119068/

جمهور
  https://www.jomhornews.com