۰
نیویارک ټایمز:

د امریکا امنیتي ادارې افغانستان کې د داعش د ګواښ په اړه سره وېشلې دي

شنبی ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۷
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د امریکا امنیتي ارګانونه افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ په اړه سره وېشتلي دي.
د امریکا امنیتي ادارې افغانستان کې د داعش د ګواښ په اړه سره وېشلې دي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د امریکا امنیتي ارګانونه افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ په اړه سره وېشتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼه زیاتوي، پوځ وايي، داعش په افغانستان کې لوېدیځ ته یو ګواښ دی، خو استخباراتي اداره بیا د پوځ له دې نظر سره مخالفه ده.

ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان ویلي، اسلامي دولت ډله یا داعش یو مخ په زیاتېدونکی ګواښ دی چې د امریکا په ګډون لویدیځو هېوادونو ته ګواښ پيښوي.

خو واشنګټن کې استخباراتي ادارې په دې نظر دي چې داعش د نړۍ نورو سیمو ته ترهګري نه شي خورولی، بلکې یوه سیمه ییزه ستونزه ده چې د لویدیځ په پرتله طالبانو ته ډېر ګواښ رامنځته کوي.

نیویارک ټایمز زیاتوي استخباراتي کړۍ په دې نظر دي چې دغه ډله پر مهمو سیمو ولکه نه لري بلکې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په غرنیو سیمو کې دي چې ستراتیژيک ارزښت نه لري.

خو په کابل کې امریکايي پوځي چارواکو ویلي په واشنګټن کې چارواکي هغه شواهد نه مني چې د جګړې له ډګره تر لاسه شوي وي، لکه د بریدونو پرمهال او یا د موبایل ټیلیفونونو څخه.

دغه چارواکو ویلي دا معلومات ښيې چې یوه پراخه شبکه د کسانو د جذب لپاره په کار اچول شوې او له افغانستانه د باندې هم د دې ډلې د افراطیت اغېز شته.

ورځپاڼې د نظر دا اختلاف په افغانستان کې د رواني جګړې په اړه د نظر اختلاف ته ورته بللی چې په تېر کې هم د اوږدې مودې لپاره دفاع وزارت پنټاګون او استخباراتي ادارو د طالبانو د ځواک په اړه د نظر اختلاف درلود.

د همدې ټکي پرسر اختلاف په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو او یا د ټولو سرتېرو د اېستلو په برخه کې د وروستۍ پریکړې تر ټولو حساسه مسئله ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي