۰
واشنګټن پوسټ:

افغانستان کې له یوه ګډ توافق پرته به دغه هېواد جګړو ته لاړ شي

یکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۷
واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې لیکي امریکا باید افغانستان نه د سرتېرو ایستلو کې بېړه ونه کړي، بلکې هلته د یوه جامع توافق رامنځ ته کولو کې د بېړه وکړي.
افغانستان کې له یوه ګډ توافق پرته به دغه هېواد جګړو ته لاړ شي
واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې لیکي امریکا باید افغانستان نه د سرتېرو ایستلو کې بېړه ونه کړي، بلکې هلته د یوه جامع توافق رامنځ ته کولو کې د بېړه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې په خپله لیکه کې زیاته کړې، په افغانستان کې د داسې یوه توافق رامنځ ته کېدو ته اړتیا ده، چې ټول اړخونه ورته ژمن وي او دغه هېواد د کورنۍ جګړې لور ته کش نه کړي.

په مطلب کې ټینګار شوی تر هغه چې ټول اړخونه په افغانستان کې یو ګډ حکومت جوړوي، نو امریکا ته په کار ده، چې په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور ولري او له احتمالي خطرونو مخنیوی وکړي.

د مطلب لیکوال وایي، له دې پرته طالبان کولی شي هر وخت د کاغذ پر مخ رامنځ ته شوی تړون مات کړي او له افغان حکومت سره جګړه پيل کړي.

ورځپانه کې لیکل شوی، امریکايي چارواکو ته په کار ده، چې د افغانستان د مسئلې په اړه مسولانه چلند وکړي او داسې نه شي چې دغه هېواد یو ځل بیا د کورنۍ جګړې په ډګر بدل کړي او د کلونو لاس ته راوړنې له خطر سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستانه به خپل ټول ځواکونه وباسي.

ځینې سرچینې وايي، ټرمپ خپلو همکارانو ته ویلي، چې د راتلونکي کال تر نومبر میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي