له افغانستان د ځواکونو د ایستلو پر سر امریکا کې اختلافات رامنځ ته شوي

13 اسد 1398 ساعت 10:45

امریکايي رسنۍ وايي، داسې راپورونه یې تر لاسه کړي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سره د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ اختلافات راپورته شوي دي.


امریکايي رسنۍ وايي، داسې راپورونه یې تر لاسه کړي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سره د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ اختلافات راپورته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې این بي سي نیوز ویلي، یوه پخواني چارواکي ورته ویلي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د مودې پر سر د دواړو وزارتونو تر منځ بحثونه ترینګلي شوي دي.

دغه سرچینه د امریکايي چارواکو له قوله وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر په ګډون پوځي چارواکي په ۱۵ میاشتو کې له افغانستانه د ټولو ځواکونو له ایستلو سره مخالف دي.

له بلې خوا امریکايي رسنیو (دي هیل ورځپاڼې او این بي سي نیوز تلویزیون) ویلي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې خپل ټول پوځیان د ۲۰۲۰ کال تر انتخاباتو مخکې له افغانستانه باسي.

د هغوی په باور جنرال میلر فکر کوي چې یو شمېر پوځیان دې وایستل شي، خو غواړي چې نور له القاعده او داعش سره د جګړې لپاره باید پاتې شي.

خو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په شمول ځینې نور بیا اندېښنه لري چې که د ځواکونو د ایستلو لپاره پلان جوړ نه شي، ممکن ولسمشر ټرمپ ناببره د ټولو قواوو د ایستلو امر وکړي.

ټرمپ دوه ورځې وړاندې سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ویلي و، چې دوی افغانستان کې پرمختګ ته نېږدې شوي او هڅه کوي، چې خپل ټول ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

امریکایي رسنیو پرون راپور ورکړ، چې ټرمپ خپلو همګارانو ته سپارښتنه کړې، چې د راتلونکي میلادي کال تر نومبر پورې ځواکونه له افغانستانه وباسي.

خو د پینتاګون ویندویې ریبیکا ریباریچ پرون شبنې د اګست ۳ مه دي هیل ورځپاڼې ته ویلي، چې د ټولو ځواکونو د وتلو امر نه دی شوی.

هغه زیاته کړې، «په افغانستان کې زموږ ستراتیژي د شرایطو پر اساس ده. په افغانستان کې به زموږ ځواکونه په مناسب شمېر کې تر هغو پاتې شي چې د امریکا د ګټو د ساتنې لپاره د هغوی حضور ته اړتیا وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هم ویلي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ایستل یا د شمېر کمېدا به له شرایطو سره تړلې وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی این بي سي ته وویل چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو پر شمېر بیا کتنه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119085

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119085/

جمهور
  https://www.jomhornews.com