سرچینه:

د استاد عطامحمد نور او محمد حنیف تر منځ اختلافات حل شوي

13 اسد 1398 ساعت 11:16

د سولې او اعتدال ټیم یوه سرچینه وایي، د لومړي وزیر پر څوکۍ د استاد عطامحمد نور او محمد حنیف اتمر تر منځ راپورته شوي اختلافات حل شوي دي.


د سولې او اعتدال ټیم یوه سرچینه وایي، د لومړي وزیر پر څوکۍ د استاد عطامحمد نور او محمد حنیف اتمر تر منځ راپورته شوي اختلافات حل شوي دي.

دغه سرچینې جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې ښاغلي اتمر په راتلونکي حکومت کې د ښاغلي نور له لومړي وزیرتوب سره موافقه کړې.

څه موده وړاندې ویل کېدل، چې د ښاغلي نور او ښاغلي اتمر تر منځ د صدارت د څوکۍ پر سره اختلافات رامنځ ته شوي، خو دغه سرچینې ټینګار وکړ، چې له اوږدو خبرو اترو وروسته توافق وشو، چې د سولې او اعتدال ټیم د بریالیتوب په صورت کې به ښاغلي نور د حکومت د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، ښاغلي اتمر پرون شنبې د زمري ۱۲ مه د ښاغلي نور کور ته ورغلی و او ورسره یې پر ټاکنو، سولې او هېواد روانو حالاتو باندې خبرې کړې دي.

د ښاغلي نور مطبوعاتي دفتر هم د دغه خبر پخلی کړی وايي، د جمعیت ګوند اجرائیه رییسې ستر جنرال عطامحمد نور، د سولې او عتدال ټیم د مشر محمد حنیف اتمر، د هغه د لومړي مرستیال محمد یونس قانوني، دوهم مرستیال محمد محقق او د سولې اعتدال ټیم د ځانګړي استازي او رهبرۍ شورا غړي محمد شاکر کارګر سره په ټاکنو، سولې او هېواد په روانو حالاتو خبرې او سلا مشورې وکړې.

ویل کېږي، د سولې او اعتدال ټیم د مشرتابه شورا تر منځ د اختلافاتو له حل وروسته به دغه ټیم هم خپل ټاکنیز کمپاینونه رسمآ پیل کړي.

که څه هم ټاکنیز کمپاینونه له تېرې اوونۍ راهیسې په رسمي ډول پیل شوي، خو تر اوسه یې حالت سوړ ښکاري او له څو نوماندانو پرته نورو ټاکنیز کمپاینونه نه دي پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119088

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119088/

جمهور
  https://www.jomhornews.com