یو امریکايي پلاوی د افغان سولې په تړاو پاکستان ته ځي

13 اسد 1398 ساعت 14:30

راپورونه وايي، ټاکل شوې یو لوړ پوړی امریکايي پلاوی په نېږدې ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چاروکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.


راپورونه وايي، ټاکل شوې یو لوړ پوړی امریکايي پلاوی په نېږدې ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چاروکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه امریکایي پلاوی به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

پاکستاني رسنیو هم تایید کړې، چې امریکایي پلاوی پاکستان ته ورتلونکی دی او دواړه لوري به د اړیکو پر لا پراختیا هم خبرې وکړي.

امریکا له پاکستان تمه لري چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار کړي او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

پاکستان ته د امریکايي پلاوی د احتمالي سفر راپورونه پر داسې مهال ورکوي، چې د امریکا استازي له پرون راهیسې په قطر کې له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو په خبرو بوخت دي.

ویل کېږي دواړه لوري توافق ته نېږدي شوي او په راتلونکو څو ورځو کې به د سولې پر سر توافق لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119097

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119097/

جمهور
  https://www.jomhornews.com