۰

د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون د ملي امنیت رییس وربللی وو

یکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۳
د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون په هېواد کې د روانو ناامینو په تړاو د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی وربللی وو.
د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون د ملي امنیت رییس وربللی وو
د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون په هېواد کې د روانو ناامینو په تړاو د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی وربللی وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې کمېسیون نن یکشنبې د زمري ۱۳ مه ښاغلی ستانکزی ورغوښتی و او په هېواد کې یې د روانو امنیتي اندېښو په اړه ترې پوښتنې مطرح کړې.

له ستانکزي سره د جرګې د کمېسیون د غړو غونډه د بندو دروازو تر شاه وشوه، خو د جرګې ځینې غړي وايي، دوی ځکه ستانکزی ورغوښتی وو چې په هېواد کې د روانو ناامینو او ځنځري وژنو ته ولې امنیتي ادارې پام نه کوي.

د جرګې غړې هما احمدي وايي، د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د ترور موضوع نه یوازې کابل بلکې په ډېرو ښارونو کې روانه ده، خو ملي امنیت چې د دښمن پر دغه پلاونو باید له وړاندې معلومات تر لاسه کړي، ناکام دی.

نوموړې ګردېز بېلګه ورکوي، چې په وینا یې د پکتیا امنیه قوماندانۍ ته ته نېږدې د دغه ولایت امنیتي کسان د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا ترور شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې هم ځنځري وژنې زیاتې شوې او په ځينو هغو کې ان د لوړو پوړو کسانو ژوند هم اخستل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي