فاریاب کې ۴۴ طالبانو او ۵ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

14 اسد 1398 ساعت 9:39

فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې د کورنیو چاروو وزارت په وینا ۴۴ طالبانو او پنځو امنیتي سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې د کورنیو چاروو وزارت په وینا ۴۴ طالبانو او پنځو امنیتي سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته هغه مهال رامنځ ته شوې، چې طالبانو تېره شپه (د زمري ۱۳مه) د فاریاب ولایت په بلڅراخ ولسوالۍ ډلیز برید وکړ.

کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ او تر درنې مرګ ژوبلې وروسته په شا وتمبول شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جګړې پر مهال افغان هوايي ځواک پر طالبانو بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې ۳۶ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه جګړه کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي، خو ملکي خلکو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119130

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119130/

جمهور
  https://www.jomhornews.com