۰

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره پاکستان ته ځي

دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۵
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز پاکستان ته ولاړه شي او د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره پاکستان ته ځي
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز پاکستان ته ولاړه شي او د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، مېرمن وېلز به نن دوشنبې د زمري ۱۴ مه د یوه پلاوی په مشرۍ اسلام آباد ته ولاړه شي.

پاکستان ته وېلز او ورسره پلاوی د سفر موخه یوازې پر افغان سوله له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې ښودل شوې دي.

یوه پاکستاني چارواکي هم تایید کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الیس ویلز به د یوه پلاوی په مشرۍ پاکستان ته ورشي.

د مېرمن وېلز د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړی شوي، خو پرون هم راپورنه و، چې یو لوړ پوړی امریکایي پلاوی پاکستان ته تلوونکی دی، تر څو د افغان سولې په اړه له پاکستاني لوړ پوړو چاروکو سره خبرې وکړي.

وېلز او ورسره پلاوی پر داسې مهال اسلام آباد ته سفر کوي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.

دواړه لوري وایي، خبرو کې خورا ډېر پرمختګ شوی او ښایي په روانه اونۍ کې د سولې تړون وروستی او لاسلیک شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د خبرو په لومړنۍ ورځ ویلي وو چې یوې ښې هوکړې ته چمتو یوو او طالبان هم ښکاره کړې، چې غواړي هوکړه نهايي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي