کندهار کې د اوبو دوه بندونه جوړېږي

14 اسد 1398 ساعت 13:55

افغان حکومت په پام کې لري، چې په کندهار ولایت کې د لوړې او میانکو اوبو بندونه د میلیونه ډالرو په لګولو سره جوړ شي.


افغان حکومت په پام کې لري، چې په کندهار ولایت کې د لوړې او میانکو اوبو بندونه د میلیونه ډالرو په لګولو سره جوړ شي.

د جمهور آژانس دغه بندونه به د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې دي او د جوړېدو چارې به یې په راتلونکې میلادي اکتوبر میاشت کې پیل شي.

د لوړې بند د جوړولو لپاره هندونستان د ۳۰ میلیونه ډالرو د ورکړې ژمنه کړې او د میانکو بند جوړېدو ته به افغان حکومت بودجه ځانګړې کړي.

د اوبو او کرنې په برخه کې د ولسمش سلاکار حمید هلمندی وایي، د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند د سروې لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بند د سروې او ډیزاین چارې به د روان ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې پیل شي.

د هغه په وینا د سروې او ډیزاین تر بشپړېدو وروسته به د بند د جوړولو چارې پیل شي، چې ۳۰ میلیونه ډالر لګښت یې هندوستان په غاړه اخیستی دی.

دغه راز هلمندی وایي، د میانکو بند د میانکو بند چې د ۵۰۰ میلیون مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، د سروې او ډیزاین چارې یې بشپړې شوې دي.

د ولسمشر سلاکار ټینګار کوي، چې د دغه بند د جوړېدو لپاره به په نېږدې راتلونکې کې افغان حکومت بودجه ځانګړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119142

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119142/

جمهور
  https://www.jomhornews.com