۰

زابل او بغلان کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۶
زابل او بغلان ولایتونو کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې پنځه تنه په کې ملکي وګړي دي.
زابل او بغلان کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
زابل او بغلان ولایتونو کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې پنځه تنه په کې ملکي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه پېښنې نن دوشنبې د زمري ۱۴ مه رامنځ ته شوې دي.

لومړی نن سهار د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د پولیسو په رنجر موټر چاودنه شوې، چې د امنیه قوماندانۍ د ویاند جاوید بشارت په وینا څلور پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا په زابل کې په یوه کور هاوان لګېدلی، چې له امله یې یوه مېرمن او درې ماشومان وژل شوي او یو نارینه ټپي شوی دی.

د زابل ولایت مقام وايي، دغه هاوان د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوی و او د ملکي وګړو په یوه کور کې لګېدلی دی.

د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې په پېښه کې یوه مېرمن او درې ماشومان وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي