افغان لوی دیني عالم شیخ محمد آصف محسني وفات شو

15 اسد 1398 ساعت 8:49

افغان لوی شعیه دیني عالم، د حرکت اسلامي موسس، د اسلامي اخوت د شورا او د افغانستان د شعیه علماو د شورا رییس شیخ محمد آصف محسني له دې نړۍ سترګې پټې کړې.


افغان لوی شعیه دیني عالم، د حرکت اسلامي موسس، د اسلامي اخوت د شورا او د افغانستان د شعیه علماو د شورا رییس شیخ محمد آصف محسني له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۹۴ کلن محسني پرون دوشنبې د زمري ۱۴ مه د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی، چې مړینه یې د هغه لمسي هم تایید کړې ده.

دیني عالم شیخ محسنی  ۱۳۱۴ لمریز کال د ثور په ۵ مه په کندهار ښار کې زېږېدلی، دیني زده کړې یې د عراق په نجف او د ایران په قم کې کړي او یو شمېر دیني کتابونه یې لیکلي دي.

مرحوم محسني په نجف که له ۱۲ کاله زده کړو وروسته کندهار ته تللی او هلته یې مدرسه جوړه کړې خو د ۱۳۵۷کال د ثور له کودتا وروسته ایران او سوریې ته مهاجر شوی او یوه موده یې د دمشق په یوه مدرسه کې تدریس کړی دی.

محسني یو کال وروسته (د ۱۳۵۸) په حمل کې ایران ته تللی او په قم کې یې د افغانستان اسلامي حرکت په نوم د افغان شیعه ګانو ګوند جوړ کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119158

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119158/

جمهور
  https://www.jomhornews.com