هرات کې چاودنه ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

15 اسد 1398 ساعت 8:57

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون دوشنبې د زمري ۱۴ مه ماښام د هرات ښار د حاجي عباس د سیمې اړوند په شلوغ بازار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو سرپرست فرزاد فروتن جمهور خبري آژانس ته و ویل، چاودنه په یوه موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي، خو د هرات د رغتون ډاکتر وايي، دوی ته ۳۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119159

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119159/

جمهور
  https://www.jomhornews.com