د ناټو سرمنشي: افغانان سولې ته ډېر نېږدې شوي

15 اسد 1398 ساعت 10:10

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي افغانان تر بل هر وخت سولې ته ډېر نېږدې شوي او ډېر ژر به یې مثبتې پایلې و ویلي.


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي افغانان تر بل هر وخت سولې ته ډېر نېږدې شوي او ډېر ژر به یې مثبتې پایلې و ویلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې زیاته کړې، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ مهمې او ګټورې خبرې شوې او تمه ده، ډېر ژر به د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د ناټو سرمنشي ټینګار کړی، چې ناټو او متحدین یې ټول په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او په دې پروسه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

خو ینس سټولټنبرګ د تېرې جمعې په ورځ بروکسل کې ویلي و، چې د سولې تړون کې بېړه نه ده پکار، بلکې د سولې تړون باید  په ټولو اړخونو تر هوکړې وروسته اعلان شي.

نوموړي هغه مهال هم زیاته کړې وه چې امریکا په افغانستان کې د پخوا په پرتله سولې ته زیاته نېږدې شوې ده، خو په وینا یې دا به ډېره عجله وي، چې د سولې تړون اعلان شي.

د ناټو سرمنشي ټینګار کړی، ناټو د دې پلوي ده، چې باید د سولې د تړون په ټولو اړخونو هوکړه وشي او له هغې وروسته اعلان شي.

د هغه په وینا دوی د افغانانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کوي او د سولې پروسه کې باید د ښځو حقونه او د افغانانو د تېرو ۱۹ کلونو لاس ته راوړنې خوندي وساتل شي.

ده ویلي«موږ د ټولو هڅو هرکلی کوو، موږ د بین الافغاني خبرو د پیل کلک ملاتړ کوو، ځکه د افغانستان حکومت باید د سولې د پروسې برخه وي، موږ باید هره هغه هڅه وکړو چې موږ هغه پرمختګونه وساتو چې په افغانستان کې شوي، چې افغانستان بیا د نړیوال ترورېستانو مرکز نه شي.»

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د راتلونکې په اړه ویلي، چې دوی به د امریکا له متحدو ایالاتو سره په ګډه په مناسب وخت کې د خپلو عسکرو د برخلیک پرېکړه کوي.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د قطر په خبرو کې د امریکا او طالبانو تر منځ اختلافات حل شوي، خو لا هم کاري کمېتې د ځینو مسئایلو پر سره خبرې کوي.

خبرو کې د اختلافاتو تر حل وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند ته تللی، چې په دې اړه سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
 


د مطلب کود: 119166

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119166/

جمهور
  https://www.jomhornews.com