ولسي جرګې د کال د منځنۍ بودجې طرحه تصویب کړه

15 اسد 1398 ساعت 15:07

ولسي جرګې سره له دې چې د حکومت له خوا د کال د منځنۍ بودجې پر وړاندې شوې طرحه یې ګڼې نیوکې درلودې، خو بیا یې هم دغه طرحه تصویب وکړه.


ولسي جرګې سره له دې چې د حکومت له خوا د کال د منځنۍ بودجې پر وړاندې شوې طرحه یې ګڼې نیوکې درلودې، خو بیا یې هم دغه طرحه تصویب وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حکومت څه موده وړاندې ملي شورا ده د دغه بوجه طرحه وړاندې کړه خو هغه مهال د جرګې د اقتصاد کمېسیون او یو شمېر نورو غړو دغه طرحه کې ۱۲ هغه موارد په ګوته کړل، چې د دوی په وینا له قانون سره په ټکر کې دي.

هغه مهال مالي کمېسیون او ځینو وکیلانو ویل حکومت په دغه طرحه کې د ۱۵۴ څخه زیاتو پروژو ادولون بدلون راوستی و، چې د جرګې په وینا دا د اصول پاڼې خلاف عمل وو.

دغه راز وکیلانو ویل حکومت په دې بودجه کې د ښوونکو میلیونه افغانۍ معاش ټاکنو ته ځانګړی کړی، چې دا خپله د قانون خلاف عمل دی.

همدارنګه ولسي جرګې دا هم ویلي، چې په دې بودجه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړي ۹۱ کود ته ۸ میلیارده افغانۍ ورکړل شوې، چې دا هم د اصول پاڼې خلاف عمل دی.

خو له دې هر څه سره سره ولسي جرګې نن سه شنبې د زمري ۱۵ مه د رایې په اکثریت سره دغه بودجه تصویب کړه.

د ولسي جرګې له حاضرو غړو ۱۲۰ تایید او ۷ تنو مخالفې رایې ورکړې، چې په دې سره د دولت د کال منځنۍ بودجه تصویب شوه.

جمهور خبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 119178

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119178/

جمهور
  https://www.jomhornews.com