۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج مړه شوه

چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۸
د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیره او د بهاراتیا جنتا ګوند غړې سوشما سوراج مړه شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج مړه شوه
د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیره او د بهاراتیا جنتا ګوند غړې سوشما سوراج مړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنۍ وايي، مېرمن سوراج پرون سه شنبې د زمري ۱۵ مه د زړه د حملې له کبله مړه شوې ده.

د رسنیو په وینا ۶۷ کلنې سوشما سوراج د نوي ډیلي په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

د یادونې ده، چې سوشما سواراج د هند وتلې سیاستواله، پخوانۍ وکیله او د بهرنیو چارو وزیره پاتې شوې ده او تر اندرا ګاندي وروسته دویمه هندي مېرمن وه، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت دنده یې مخ ته وړله.

نوموړې د هند په پارلمان کې اووه پرله پسې دورې د خلکو وکیله پاتې شوې ده او د هند د ډیلي اعلی وزیرې دنده یې هم مخته وړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي