د مرکزي آسیا پنځو هېوادونو په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانې پروسې ملاتړ اعلان کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوزبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي پرون سه شنبې د زمري ۱۵ مه کابل کې راټول شوي وو.
دوی په دغه غونډه کې د افغان سولې او سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې او په یوه ګډه اعلامیه کې یې ویلي، چې سوله او ثبات د سیمه ییزو اړیکو سره نیغه اړیکه لري.
په اعلامیه کې ویل شوي، همدې ته په کتو دوی په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي او د افغانستان سره به د سولې ته د رسېدو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
خبرپانه وايي، په افغانستان کې د حکومت د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو، اساسي قانون، پر ځان د بسیانې د هڅو، کورنیو عوایدو لوړولو، د امنیتي او دفاعي بنسټونو پياوړتیا او خلکو ته د خدماتو رسونې برخه کې د شویو پرمختګونو هم په کلکه ملاتړ کوي.
دغه راز د پنځو واړو هېوادونو ګډه اعلامیه کې د سیمه ییز اتصال، سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو کې د افغانستان په ورګډولو هم ټینګار شوی دی.
د یادونې ده، چې افغانستان په وروستیو پنځو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو د اوزبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا له پلوه خورا زیات پرمختګونه وکړل.
جمهورخبري آژانس:کابل