۰

ملي امنیت بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات کړي

چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل په دریو سیمو کې د ترهګرو وسله والو په ضد عملیات تر سره کړي دي.
ملي امنیت بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات کړي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل په دریو سیمو کې د ترهګرو وسله والو په ضد عملیات تر سره کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه عملیات تېره شپه (د زمري ۱۵مه) د کابل ختیځ بګرامیو ولسوالۍ او د ښار په خیرخانه سیمه کې شوي، خو درېیمه سمه یې لا هم نه ده معلومه شوې.

د دغو سیمو اوسېدونکو هم د عملیاتو پخلی کړی ویلي یې دي، چې ټوله شپه یې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېدل.

ملي امنیت په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، په یوه سیمه کې عملیات پای ته رسېدلي او په دوهمه هغه کې لا هم روان دي.

ځینې سرچینې وايي، دغه عملیات په دوه هغه کورنو شوي، چې ترهګرو په کې ځانونه پټ کړي وو.

بل خوا ځینې سرچینې وایي، په بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر پټنځای عملیات شوي دي.

سرچینې وايي، په دغه سیمه کې د داعش ګڼ ځانمرګي بریدګر ځای پر ځای شوي و، چې د ملي امنیت له خوا پرې چاپه وهل شوې ده.

د خبر بشپړ جزیات به د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي