۰
سرچینې:

قطر کې د سولې خبرې هوکړې ته بېخي نېږدې شوې دي

چهارشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
له قطر څخه ځینې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تخنیکي ډلې د سولې د موافقې لپاره د عملي ګامونو د اخیستو په اړه خبرې پیل کړې دي.
قطر کې د سولې خبرې هوکړې ته بېخي نېږدې شوې دي
له قطر څخه ځینې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تخنیکي ډلې د سولې د موافقې لپاره د عملي ګامونو د اخیستو په اړه خبرې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تخنکي ډلو هند ته د خلیلزاد له روانېدو سره سم په عملي ګامونو کار پیل کړی دی، چې ویل کېږي ډېر پرمختګ یې کړی دی.

د سرچینو په ځینو طالب استازو ویلي، چې دوی هوکړې ته بېخي ډېر نږدې شوي او هیله ده، چې ژر به یې نهايي او تړون به لاسلیک کړي.

باید و ویل شي، چې د دواړو خواو کاري ټیمونو د سه شنبې په ورځ  مازدیګر خبرې پیل کړې ،چې د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې غږیږي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم منلې چې په خبرو کې مثبت پرمختګونه شوي دي او اوس په دې کار روان دی چې هر څه نهايي شي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي عباس ستانکزي هم تایید کړې، چې په خبرو کې ډېر پرمختګ شوی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د طالبانو یو استازی ژر ازبکستان ته ولاړ شي او هلته له چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي