سرچینې:

طالبان له پخوانی دريځه په شاه شوي له افغان حکومت سره خبرې کوي

16 اسد 1398 ساعت 11:03

ویل کېږي طالبان له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو په برخه کې له خپل دریځه په شا شوي او دایې منلې چې له حکومت سره به خبرې کوي.


ویل کېږي طالبان له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو په برخه کې له خپل دریځه په شا شوي او دایې منلې چې له حکومت سره به خبرې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د قطر په اتم پړاو خبرو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو ټول لوی خنډونه لرې شوي او اوس یې په تخنیکي مسایلو کار روان دی.

طالبانو هم تایید کړې، چې افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره یې د امریکا سره یوې هوکړې ته د رسېدو په وړاندې لوی خنډونه لرې شوي دي.

ویل کېږي دا مهال د طالبانو او امریکا د تخنیکي ډلو له لوري د ټولو مسایلو په عملي کېدو کار روان دی او ښايي ډېر ژر د سولې تړون نهايي او لاسلیک شي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند د خبرو په وړاندې لوی خنډونه بلل کېدل.

خو اوس ویل کېږي دا لوی خنډونه لرې، طالبان له حکومت سره د مخامخ خبرو په برخه کې له خپل دریځه په شا شوي او دایې منلې چې له حکومت سره به خبرې کوي.

د بي بي سي د انګلیسي څانګې خبریاله لیزدوسیت چې په دوحه کې دی وايي، ده نښو نښانو داسې ښکاري چې د افغان سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او ټول هغه خنډونه له مخې لرې شوي چې دې هدف ته رسېدل یې له ځنډ سره مخامخ کړي و.

د سرچینو په وینا ځینو طالب استازو ویلي، چې دوی هوکړې ته بېخي ډېر نږدې شوي او هیله ده، چې ژر به یې نهايي او تړون به لاسلیک کړي.

باید و ویل شي، چې د دواړو خواو کاري ټیمونو د سه شنبې په ورځ  مازدیګر خبرې پیل کړې ،چې د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې غږیږي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم منلې چې په خبرو کې مثبت پرمختګونه شوي دي او اوس په دې کار روان دی چې هر څه نهايي شي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي عباس ستانکزي هم تایید کړې، چې په خبرو کې ډېر پرمختګ شوی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورآژانس: کابل

 
 


د مطلب کود: 119212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com