سیمه ییز چارواکي:

هرات کې د ملا هبته الله او ملا رسول وسله والو یو بل سره وژلي دي

16 اسد 1398 ساعت 14:43

سیمه ییز چارواکي وایي، هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوه ډلو تر منځ نښته شوې، چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوه ډلو تر منځ نښته شوې، چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي ویلي، د ملا هبت الله او ملا رسول د وسله والو تر منځ د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې نښته شوې.

نوموړي زیاته کړې، نښته تېره شپه د ګذرې ولسوالۍ په غرونو کې رامنځ ته شوې، چې ۳۴ وسله وال په کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د هرات والي دا نه دي ویلي، چې مرګ ژوبله د ملا هبت الله ډلې ته اوښتې او که د ملا رسول ډلې ته.

باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې هم د دغه دوه ډلو د وسله والو تر منځ نښتې شوې وې، چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

تر دې وړاندې هم څو ځلې یادو ډلو یو له بل سره نښتې کړې او یو له بله یې وژلي دي.

د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو ډله وایي، د ملا رسول ډله د افغانستان د استخباراتو سره لاس لري او د هغوی له خوا یې حمایت کېږي.

خو د ملا رسول ډله بیا د ملا هبت الله ډله د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی په واک کې بولي، چې په وینا یې د هغوی د ګټو لپاره جګړه کوي.

جمهورخبري آژانس: هرات
 
 
 


د مطلب کود: 119222

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com