افغانستان کې د ملکی وګړو مرګ ژوبلې ملګري ملتونه اندېښمن کړي

17 اسد 1398 ساعت 9:12

ملګرو ملتونو په افغانستان کې ورځ تر بلې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.


 ملګرو ملتونو په افغانستان کې ورځ تر بلې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو دغه اندېښنه وروسته له هغې څرګنده کړې، چې پرون په کابل کې د طالبانو په یوه خونړي برید کې ۱۵۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو د موټر بم ځانمرګي برید په وسیله د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه برید وکړ، چې د امنیتی چارواکو په وینا ۱۴ تنه په کې وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبان وایي، برید یې د پولیسو او پوځ د جلب وجذب په یوه مرکز کړی او مرګ ژوبله یې سرتېرو ته اړولې، خو امنیتي چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۸ تنه او په ټپیانو کې ۹۲ تنه ملکي وګړي دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي او ډاکتران هم وایي، اکثریت وژل شویو او ټپیان ولسي وګړي دي.

تر دغه پېښې وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر وایي، سره له دې چې د سولې هڅې ګړندۍ شوې دي خو د تاوتریخوالي ډېرېدو او وروستیو خونړیو پېښو جدي اندېښنې پارولې دي.

یوناما ویلي، وسله والو طالبانو ته په کار ده چې له خونړیو بریدونو او تاوتریخوالي لاس واخلي او له سولې سره هممهاله دغه ډول فعالیتونه د جدي اندېښنې وړ دي.

د سرچینې په وینا د وسله والو طالبانو خونړي بریدونه او دغه راز ددوی له لوري د ملکي وګړو تهدید او ګواښل به په افغانستان کې د جګړې لړۍ اوږده کړي او ښايي د سولې هڅې زیانمنې کړي.

یوناما په کابل کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او هغه یې نه بښل کېدونکی جنایت بللی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم ویلي، پر ملکي وګړو د طالبانو قصدي بریدونه په هېڅ وجه د منلو وړ نه دی.

نوموړي هم ویلي، د سولې د خبرو په نېږدې کېدو سره طالبانو ته پکار ده، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com