امریکايي پوهنتون د خپلو استادانو د خلاصون غوښتنه کړې

17 اسد 1398 ساعت 10:35

افغانستان کې امریکايي پوهنتون له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د دوی دوه تښتول شوي استادان خوشي کړي.


افغانستان کې امریکايي پوهنتون له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د دوی دوه تښتول شوي استادان خوشي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پوهنتون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د دوی تښتول شوي پروفیسوران بې ګناه دي او په اکاډمیکو فعالیتونو بوخت وو.

په دغه خبرپاڼه کې له وسله والو طالبانو غوښتل شوي دي، چې نیولي استادان راخوشي کړي.

امریکايي پوهنتون دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشکتڼ کې له امریکايي ولسمشر سره خبرو کې و ویلي و، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د تښتول شویو استادانو په اړه ښه خبر واوري.

ویل کېږي، چې د طالبانو امریکا تر منځ خبرو کې هم پر دې موضوع بحث شوی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، چې طالبانو په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه پروفیسوران له ځان سره بېولي دي او تر ننه ورسره برمته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com