۰

امریکا د کشمیر په اړه پر هند او پاکستان د زغم کولو غږ کړی

پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر هند او پاکستان غږ کړی، چې د کشمیر په اړه یو د بل پر وړاندې له زغم څخه کار واخلي.
امریکا د کشمیر په اړه پر هند او پاکستان د زغم کولو غږ کړی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر هند او پاکستان غږ کړی، چې د کشمیر په اړه یو د بل پر وړاندې له زغم څخه کار واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په کشمیر کې وضعیت ترینګلی بللی او ویلي یې دي امریکا هر څه له نېږدې څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر دواړو لورو غږ کړی چې زغم ولري او له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي.

دغه وزارت ټینګار کړي، چې امریکا د دې ملاتړې ده چې دواړه هېوادونه د کشمیر پر مسئله مخامخ او مستقیمې خبرې پيل کړي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر مسئله ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي.

هند پولې ته سلګونه پوځیان لېږلي او دغه راز یې د هندي کشمیر ورکړل شوي اختیارات لغوه اعلان کړي، خو پاکستان یې په مقابل کې خپل سفیر له ډیلي راغوښتی او د هند هغه ته یې د وتلو امر کړی.

د پاکستان د ملي امنیت کمېتې په پرون غونده کې له هند سره د دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د ځنډولو پرېکړه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي