د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي< په افغانستان کې یې د حضور هدف دا دی، څو دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي ناټو او امریکا په افغانستان کې سولې ته نږدې شوې ده او غواړي ځان ډاډمن کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز نه بدلېږي.
نوموړي زیاته کړې، ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کړې ده او هلته به خپلې لاس ته راوړنې ساتي.
د ناټو مشر تر دې څو ورځې وړاندې هم ویلي وو چې افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي.
د هغه په وینا د امریکا او طالبانو ترمنځ ګتورې خبرې روانې دي او ډېر ژر به د سولې یوه باوري او ډاډمنه هوکړه رامنځ ته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل